د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ مسوولین د تېرو دوو کلنو لاسته راوړنو په تړاو جوړ شوي، مطبوعاتي کنفرانس کې ولسونو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړ او زیاته کړه چې هېچاته اجازه نه ورکوي چې امنیت وګواښي او خلاف کاران به د قانوني چلند له مخې سخت مجازات کړل شي.
د یاد ولایت امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري وایي، په تېرو دوو کلونو کې د غلا، وژنو، قاچاق او اخلاقي فساد په تور باندې سلګونه مجرمین نیول شوي او د قانون د پلي کېدو په هدف یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.
« د انسان تښتونې کچه صفر کچې ته راټيټه شوې ده، له کله نه چې اسلامي امارت واکمن شوی، په سرپل ولایت کې د جنایي جرمونو کچه هم له نیمایي زیاته کمه شوې. دا هم د اسلامي امارت د ځواکونو پیاوړتیا ده، چې کله مجرم جرم کوي هغه په هماغه مهال نیول کېږي او په شرعي سزا باندې رسیږي.»
په اته سوه جریبه کرل شوې ځمکه د کوکنارو، چرسو او نورو نشه يې توکو اړول او دې ولایت کې د مخدره توکو ۱۵ تولیدي کارخونو کشفول، همداراز د غیري قانوني لسګونه وسلو ټولول، د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ دوه کلنې لاسته را وړنې دي.
د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ ویاند قاري دین محمد نظري په دې اړه وایي:
« د سرپل ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو دوو کلونو کې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې ۸۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو او چرسو له کرکېلې څخه پاکه کړې او دغه راز د نشه یي توکو ۱۵ کارخونې چې په دې کې تولید او پروسس کېده، همدارنګه ۱۵ ټنه اومان، ۱۰۰ ګرامه تریاک، ۱۷ کیلو چرس، ۴۷۰ لېټره شراب او ۳۰۰ لېټره کیمیاوي مواد کشف او له منځه وړل شوي.»
د نظري په خبره، د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ پولیسو په تېرو دوو کلونو د غلا، وژنو، نامشروع اړیکو او نورو بېلابېلو په تور ۷۰۰ تنه مجرمین نیولي او د قانون منګولو ته یې سپارلي دي.
« د سرپل ولایت امنیه قومندانۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د تېر ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل نه تراوسه پورې، ۶۵۰ بېلابېلې پېښې ثبت شوي دي، چې په دې تړاو ۷۰۰ تنه مظنونین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.»
بل لورته، د سرپل ولسونه د امنیتي مسوولینو د هڅو ستاینې سربېره له شته امنیت څخه خوښ دي، خو د لا ښه امنیت په راوستو زیات ټینګار کوي.
د دې ولایت دوه تنه اسېدونکي خدای رحیم او یلداش بېک په دې اړه داسې وایي:
« د خدای فضل دی، امنیت مو سل فیصده ټینګ دی، خلک په آرامۍ سره د خپل ژوند چارې پرمخ وړي او څوک هېڅ ستونزه نلري. دامهال په سرپل ولایت کې د بیارغونې چارې هم پیل شوي دي»
« د سرپل ولایت اوسمهال له یو ښه امنیت څخه برخمن دی او د اسلامي امارت څخه خوشاله یو، ښار مو ان شاءالله د پرمختګ پر لور روان دی او له دې نه به نور هم ګلزار شي»
د هیواد په شمال زون کې سرپل ولایت له دویمې درجې ولایتونو څخه دی، چې په پراخه پیمانه پکې د نفتي توکو زېرمي شتون لري، چې په دې وروستیو کې ورته د مسوولینو پام زیات ور اوښتی دی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28981